متقي له روسيې سره د خپل حکومت د سياسي اړيکو د پراخېدو خبر ورکړی

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي له روسیې سره د خپل حکومت د سیاسي اړیکو د پراخېدو خبره کړې ده.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، متقي پرون کابل کې د روسیې له سفیر دمیتري ژینروف سره په کتنه کې دا څرګندونې کړي.

نوموړي لیکلي، دغو لیدو کتو کې د افغانستان او روسیې ترمنځ پر امنیتي او اقتصادي اړیکو هم خبرې شوي دي.

کله چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په نیمایي کې واک ته ورسېدل، شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د رئیس الوزرا د مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ یو پلاوی روسیې ته ولاړ.

تر دې وروسته بیا دوه ځله د ۲۰۲۲ کال په نومبر او د ۲۰۲۳ کال په فبرورۍ کې روسیې د مسکو فارمټ په نوم غونډې جوړې کړې، خو طالبانو ته یې د ګډون بلنه ورنه‌کړه.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هغه مهال وویل، طالبان یې ځکه نه‌دي غوښتي چې خپلې ژمنې یې نه‌دي عملي کړي.