ایران له اوو کلونو وروسته په متحده عربي اماراتو کې خپل سفیر ګومارلی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت

ایران له اوو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره په متحده عربي اماراتو کې خپل سفیر ګومارلی دی.

د تهران دغه اقدام په فارس خلیج کې له یو شمېر ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو د ښه کېدو هڅه بلل شوې.

د ایران د دولتي خبري آژانس ایرنا د راپور له مخې په بهرنیو چارو وزرات کې په بهر کې د مېشتو ایرانیانو د چارو مسوول رضا عامري په متحده عربي اماراتو کې د ایران نوی سفیر ټاکل شوی دی.

د متحده عربي اماراتو او ایران ترمنځ ډیپلوماتیکې اړیکې په ۲۰۱۶م کال کې په تهران کې د سعودي عربستان پر سفارت له یرغل وروسته کړکېچنې شوې وې.

سعودي عربستان او ایران هم په دې وروستیو کې د خپلو ډیپلوماتیکو اړیکو د رغولو لپاره هڅې چټکې کړي دي.

د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو تر اوسه دوه ځلې ټیلفوني خبرې کړي او ژمنه یې کړې چې د روانې روژې په میاشت کې به مخامخ سره ګوري.