'این آر سي' د یوناما ښځینه کارکوونکو په تړاو وروستۍ پرېکړې ته غبرګون وښود

ارشیف: په هرات کې د ملګرو ملتونو له لوري اړمنو مېرمنو سره د مرستې رسونې له بهیره یو انځور

د ناروې د کډوالو شورا یا این آر سي د طالبانو له لوري د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو د کار بندیز ته غبرګون وښود.

دې شورا ویلي چې دغه اقدام د دې خطر رامنځته کوي چې په افغانستان کې د بشري چارو په برخه کې د ژوند ژغورنې هڅې له ګډوډۍ سره مخ شي او هم به د دې هېواد اقتصادي رغونه کې د خصوصي سکټور رول لا له خطر سره مخ کړي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې نن په یوه ټویټ کې ویلي چې د بشري مرستو ښځینه کارکوونکې د ښځو او نجونو لپاره د ژوند ژغورنې خدمتونه وړاندې کوي او زیاتوي دوی په افغانستان کې له میلیونو کسانو سره د بشري مرستو په رسولو کې حیاتي ونډه لري.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ ویلي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکونکو د طالبانو له خوا د کاربندیز د دوی له بشري اساسي حقونو څخه یوه بله جدي سرغړونه ده.

هغه نن په یوه ټویټ کې همدارنګه ویلي چې د ملګرو ملتونو د منشور خلاف دغه بندیز به د افغانانو لپاره اساسي خدمات ډېر اغېزمن کړي.

هغه ویلي: "ښځینه پرسونل حیاتی دی او زه له طالبانو غواړم چې ژرترژره خپله پرېکړه بېرته واخلي."