د لوبو له ميدانه؛ پر پاکستان د افغان کرېکټ ملي لوبډلې تاريخي بري ته کتنه

د افغانستان او پاکستان کرېکټ لوبه

د لوبو له میدانه سپورټي خپرونه کې به، په یوې تاريخي لوبلړۍ کې پر پاکستان د افغان کرېکټ ملي لوبډلې تاریخي بري ته کتنه واورئ.

عربي متحده اماراتو ته د افغان نولس کلنې کم‌عمره لوبډلې د سفر پای او لاسته راوړنې،
د هندوستان غوره لیګ یا ای پي ایل پیل او په بېلابېلو لوبډلو کې د افغان لوبغاړو لوبې،
د لوبغاړو په ټاکنه کې د افغانستان سوک وهنې فدراسیون درغلي او د ملي لوبډلې د بدلون پرېکړه.

دغه راز د افغانستان ۱۷ کلنو ځوانانو د فوټبال ملي لوبډلې راتلونکې سیاليو په اړه احوال درکوو.

د خپرونې په وروستۍ برخه کې مو د افغانستان المپیک او بدني روزنې ریاست د نشراتو له مسوول اتل مشواڼي سره د سوک وهنې د ملي لوبډلې په ټاکنیزو سیالیو کې د درغلیو او لوبغاړو ادلون بدلون په تړاو مرکه هم کړې ده.

دا خپرونه چې د ازادي راډيو سپورتي خبريال بختيار ساحل يې جوړوي، د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د لوبو له ميدانه