یوناما خپلو کارکوونکو ته: را روانو دوو ورځو کې خپلو دفترونو ته مه ځئ

د يوناما لوګو

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما به نن په کابل کې د طالبانو له چارواکو سره خبرې وکړي څو په دې اړه چې ولې یې د دې ماموریت ښځینه کارکوونکي په دې هېواد کې له کار کولو منع کړي، وضاحت ورکړي.

ملګرو ملتونو پرون سې شنبې وویل چې د طالبانو حکومت په غیردولتي موسسو کې پر ښځو د کارکولو بندیز دې نړیوالې ادارې ته هم غځولی دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان دوجاریک بېګا په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې خبریالانو ته وویل، په افغانستان کې د دې سازمان د مرستندوی دفتر یوناما کارکوونکو د طالب چارواکو له خوا شفاهي بیانونه ترلاسه کړي چې له مخې یې د ښځینه کارکوونکو پر کار د بندیز امر شوی.

یوناما تر پرونه پورې د طالبانو د حکومت له هغه بندیز څخه استثنا وه، چې په تېره ډسمبر کې یې په غیردولتي کورنیو او نړیوالو موسسو کې د ښځو پر کار لګولی دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند زیاته کړه چې تر اوسه یې د طالبانو له خوا کتبي امر نه دی ترلاسه کړی او نن د طالبانو له چارواکو سره د همدې لپاره خبرې کوي چې په دې اړه وضاحت ورکړي.

دوجاریک وویل، د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش لپاره هر دا ډول بندیز به د نه منلو او نه هم رښتنی او له تصوره لیرې وي.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې خپلو شاوخوا ۳۳۰۰ کارکوونکو ته امر کړی چې په را روانو دوو ورځو کې دې خپلو دفترونو ته نه ځي.

یوناما پرون په یوه ټویټ کې وویل چې د طالبانو حکومت په ننګرهار کې د دوی ښځینه کارکوونکو ته ویلي چې دفترونو ته دې نه ځي.

ملګري ملتونه وايي چې شاوخوا ۴۰۰ ښځې یې په دفترونو کې کار کوي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند په وینا دغه بندیز به په افغانستان کې اړمنو کسانو ته د مرستو رسولو په چارو کې د مرستندویه ادارو وړتیاوې کمزورې کړي.