روسيه او تاجکستان د افغانستان پولې ته څېرمه ګډ پوځي تمرينات کوي

د تاجکستان او روسیې ګډ پوځي تمرينات، انځور - ارشيف

د روسیې او ایران دوو اژانسونو د افغانستان پولې ته څېرمه د روسیې او تاجکستان د ګډو پوځي تمریناتو خبر ورکړی دی.

د ایران مهر خبري اژانس پرون سه‌شنبه د روسیې د تاس خبري اژانس په حواله لیکلي، چې دغه تمرینات د تاجکستان په خاوره کې د افغانستان د پولې په ۲۰ کیلومترۍ کې روان دي.

ویل شوي دغه پوځي تمرینات به چې څه باندې ۳۰۰ پوځي پرسونل په‌کې برخه لري، تر راروانې جمعې دوام کوي.

د تاجکستان په دوشنبه او باختر کې د روسیې لویې پوځي اډې دي، چې د تړون له مخې به دغه پوځي اډې تر ۲۰۴۲م کاله پورې خپل فعالیت ته دوام ورکوي.

وروسته له هغې چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، روسیې او تاجکستان د خپلو جنوبي سرحدونو د خوندیتوب په اړه اندېښنه ښوولې ده.