د بښنې نړيوال سازمان له بشري حقونو د سرغړونو له امله طالبانو سره د حساب غوښتنه کړې

ارشيف

د بښنې نړیوال سازمان یا ایمنسټي انټرنېشنل په افغانستان کې د ښځو د یوې راډیو پر خپرونو د بندیز په غبرګون کې ویلي چې، له طالبانو سره د بشري حقونو د سرغړونو په خاطر باید حساب کتاب وشي.

طالبانو تېره اوونۍ په بدخشان ولایت کې د صدای بانوان په نوم یوه سیمه‌يیزه راډیو په دې پلمه بنده کړه چې موسیقي یې خپروله.

د بښنې نړیوال سازمان پرون پر خپل ټویټر په یوه بیان کې ویلي دي چې، له طالبانو سره د ښځو د بشري حقونو د سرغړونو او له ښځو او نجونو سره د ناوړه چلند په خاطر باید حساب کتاب وشي.

له دې مخکې نورو نړیوالو سازمانونو هم له ښځو سره د طالبانو چلند په تېره د ښځو پر کار او تعلیم بندیز له بشري حقونو سرغړونه بللې او د طالبانو پر حکومت یې غږ کړی چې دا سرغړونې بندې کړي.