اوچا په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره یوازې ۵ سلنه بودیجه ترلاسه کړې

ارشیف: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له لوري د مرستو رسولو له بهیره یو انځور

ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، د هغو پیسو، چې دوی د روان ۲۰۲۳م کال لپاره په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره غوښتي، یوازې ۵ سلنه یې ترلاسه کړې ده.

اوچا ویلي چې افغانستان په نړۍ کې تر ټولو له ستر او سخت بشري بحران سره مخامخ دی.

دې ادارې خبرداری ورکړ چې که فوري مالي مرسته ورسره ونه شي، خطر شته چې په افغانستان کې میلیونونو کسانو ته حیاتي بشري مرستې ودرېږي.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ملګرو ملتونو هر کال د افغانستان لپاره د څه باندې ۴ میلیارد ډالرو بسپنې غوښتنه کړې ده.

په ۲۰۲۲م کال کې له دې پیسو د نړۍ هېوادونو یوازې د ۲ ملیارده او ۴۰۰ میلیون ډالرو ژمنه وکړه.