په افغانستان کې له بانکي حسابونو د پیسو ایستلو کچه لوړه شوه

د افغانستان بانک

د افغانستان بانک، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، په بانکونو کې له خپلو حسابونو څخه د پیسو اخیستو اندازه په اوونۍ کې تر ۵۰ زره افغانۍ یا ۶۰۰ ډالرو پورې لوړه کړه.

د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته زرګونه خلک د خپلو پیسو د ایستلو لپاره بانکونو ته ورمات شول، خو طالبانو د دې لپاره چې بانکونه له پیسو تش نه شي، له بانکونو څخه د پیسو د ایستلو لپاره حدود وټاکل.

په پیل کې هیچا له خپل حسابه په اوونۍ کې تر ۲۰۰ ډالرو زیاتې پیسې نه شوای ایستلی، وروسته یې دا اندازه په اوونۍ کې ۳۰ زره افغانۍ یا ۴۰۰ ډالرو ته لوړه کړه.

د افغانستان بانک له نوې اعلان سره سم، شرکتونه په بانکونو کې له خپلو حسابونو په میاشت کې تر ۴۰ زره ډالره ایستلی شي.