ای او ایم: تېره میاشت له پاکستانه ۵۱۸۱ افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي

ارشیف: د تورخم دروازې یوه څنډه

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو دفتر 'ای او ایم' په خپله خوښه افغانستان ته د ۵۱۸۱ افغانو اتباعو د بېرته ستنېدو خبره کړې ده.

یو کس چې نه غواړي راپور کې یې نوم واخیستل شي، وایي، د خپلې اته کسیزې کورنۍ یوازېنی ډوډۍ ګټونکی دی او تازه یو میاشت مخکې د پاکستان د پولیسو له خوا له هغه هېواده ایستل شوی دی.

د هغه په خبره پاکستان ته یې د کډوالۍ لامل د طالبانو له واکمنۍ وروسته اقتصادي ستونزې او بې کاري وه چې دی یې کډوالۍ ته اړ کړ.

ده ازادي راډيو ته وویل: "وروسته له دې چې اسلامي امارت راغی، د کراچۍ په عایشه منزل کې مو ژوند کاوه. هلته مې ورځنی کاروبار و، بلاخره مې د ویزې وخت پوره شو، زه پولیسو ونیولم او بېرته یې افغانستان ته راولېږلم. اوس په افغانستان کې بې کاره او بې برخلیکه ژوند کوم."

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو دفتر 'ای او ایم' د یو راپور په خپرولو سره ویلي چې د روان کال د مارچ د ۱۲ تر ۲۵ مه پورې ۵۱۸۱ افغان اتباع چې قانوني اسناد یې نه درلودل په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دغه راپور پر بنسټ، له دغه کډوالو ۲۶۷۹ یې د تورخم له لارې او ۲۵۰۲ یې د چمن له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

په دغه راپور کې دا هم راغلي چې د پاکستان سرحدي چارواکو ۳۲۹ هغه افغانانو ته چې په پاکستان کې د اوسېدلو قانوني اسناد یې نه درلودل، افغانستان ته د دوی د ستنېدو لپاره اسانتیاوې برابرې کړې دي.

د پاکستان د ای او ایم دفتر لیکي، د تورخم او د چمن په دروازو کې د روان کال د جنورۍ میاشتې له لومړۍ نېټې د مارچ تر ۲۵ مه پورې دوی ۱۸۹۲۶ هغه بې اسناده افغانان ثبت کړي چې بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د روان میلادي کال د پیل راهیسې له بې اسنادو افغانانو سره د پاکستان پولیسو چلند نور هم جدي شوی.

د ازادي راډیو د راپورونو پر بنسټ، درې تنه هغه افغانان چې د قانوني اسنادو د نه درلودلو له امله د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو او ناروغه هم وو، په زندانونو کې مړه شول.

د پاکستان له دې اقدام وروسته زرګونه افغان کډوال په پاکستان کې زنداني شول او په زندان کې د یو څه مودې بند تېرولو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

Your browser doesn’t support HTML5

مثلث: په پاکستان کې د افغان کډوالو زنداني کیدل او خوشې کیدل

له پاکستانه بېرته ستانه شوي یو شمېر افغانانو مخکې له دې ازادي راډيو ته ویلي وو، د پاکستاني پولیسو چلند له دوی سره ډېر بد وو او ان دا چې د دوی شخصي توکي او موبایلونه یې هم ترې واخیستل او تر اخره یې بېرته ورنه کړل.

په پاکستان کې د افغانو کډوالو مدافعې وکیله منزه کاکړ هم ځینې دا ادعاوې تاییدې کړي دي.

یو شمېر هغه افغانان چې په پاکستان کې دي، مخکې یې ازادي راډيو ته ویلي وو چې د خپلو ویزو د غځولو یا تمدید لپاره یې اقدام کړی، خو پاکستان په اسانۍ د افغانانو ویزې نه تمدیدوي.

که څه هم پاکستان له کلونو راهیسې د میلیونونو افغانانو کوربه دی، خو واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو وروسته هم ډېر شمېر افغانان د امنیتي او اقتصادي ستونزو له امله یا هم نورو هېوادونو ته د تګ په موخه پاکستان ته تللي دي.