اوتانبایوا: د افغانستان ستونزه باید د خبرو او تفاهم له لارې حل شي

د عکس ښي لور ته د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر او چپ لور ته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتانبایوا

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتانبایوا د طالبانو حکومت د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې د افغانستان ستونزه باید د خبرو او تفاهم له لارې حل شي.

د رییس الوزرا د رسنیو د دفتر د خبرپاڼې پر اساس اوتنبایوا دغه راز وویل، ملګري ملتونه په دې برخه کې هڅه کوي چې افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکړي.

په دې لیدنه کې مولوي عبدالکبیر ویلي، د دوی حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره د نړیوالې ټولنې ټول شرطونه بشپړ کړي او باید په رسمیت وپېژندل شي.

د نږدې شلو میاشتو په تېرېدو لا هم هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

نړیوالې ټولنې په ځلونو ویلي، له طالبانو سره د تعامل لپاره اصلي شرط د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو رعایت دی ځکه په دې موده کې د افغان ښځو کار، زده کړې او ټولنیز فعالیتونه محدود شوي او طالبانو هم د دې محدودیتونو د لرې کولو لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی.