سوريه کې د سپاه پاسداران يو افسر وژل شوی

سوريه کې وژل شوی د سپاه پاسداران افسر میلاد حیدري

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب وايي، په سوریه کې يې د اسرائیلو د برید له کبله یو تن افسر وژل شوی دی.

د ازادي راډیو د مرکزي څانګې د راپور پر بنسټ، دا پېښه په سوریه کې د ایران د شتون د مخنیوي لپاره د اسرائیلو د زیاتېدونکو هڅو یوه نښه ده.

د ایران د سپاه پاسدارن انقلاب په یوه بیان کې د میلاد حیدري په نوم د یوه افسر او د هغه د پوځ مشارو وژل کېدل تایید کړي دي.

دا په دوو ورځو کې په سوریه کې دوهم برید دی چې اسرائیلو ته منسوبیږي.

اسرائیلو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو ډېر وخت په سوریه کې د هوايي بریدونو د راپورونو په اړه د تبصري له کولو ډډه کوي.