پر اوکراين د روسيې د يرغل ۴۰۰ ورځې پوره شوې

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي پر اوکراین د روسیې د یرغل د ۴۰۰مې ورځې په مناسبت ویلي، هېواد یې نورو اقداماتو ته ځان تیاروي.

زلنسکي تېره شپه په یوه ویډیويي پیغام کې د روسیې پوځي عملیاتو خلاف کوم اټکل ته اشاره ونه‌کړه.

د اوکراین ولسمشر ویلي پر اوکراین د روسیې د یرغل چې د ۲۰۲۲م کال د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پیل شوی، ۴۰۰ ورځې واوښتې.

د هغه په وینا اوکراین، د خارکیف سیمې او خرسون ښار د ځینو برخو د بېرته نیولو دغه راز د بخموت او دونباس سیمې د دفاع لپاره اوږده لار وهلې ده.

که څه هم د اوکراین پوځي قوماندانانو ویلي، چې د پوځي عملیاتو ضد اقدامات دومره لیرې نه‌دي، خو زلنسکي څو ورځې مخکې ویلي وو، چې کییف تر لویو عملیاتو مخکې کافي وسلو ته په تمه دی.