د ترکیې پارلمان پرون په ناټو کې د فنلنډ د غړیتوب غوښتن‌لیک تصویب کړ

د ترکيې پارلمان، ارشيف

له دې سره په دې غربي پوځي ايتلاف کې د غړیتوب لپاره د فنلنډ په وړاندې د اوږدې مودې خنډ لیرې کړای شو.

د ترکیې د پارلمان ټولو ۲۷۶ حاضرو غړو د فنلنډ په پلوي رایه ورکړه.

تر دې څو ورځې مخکې د هنګري پارلمان هم ورته مثبته رایه ورکړې وه.

د دې لپاره چې په ناټو کې نوی هېواد د غړي په توګه ورزیات شي، د دې تړون د دېرشو غړو د رایو اتفاق ته اړتیا ده.

ترکیه او هنګري د ناټو دوه وروستي غړي هېوادونه وو، چې په دې تړون کې یې باید د فنلنډ غړیتوب ته رایه ورکړي وای.

په ناټو کې د سویډن د غړیتوب موضوع لا هم لاینحله پاتې ده، چې هم ترکیه او هم هنګري د شنه څراغ ښوولو په برخه کې له ځانه مقاومت ښيي.