د طالبانو حکومت: وروستيو سېلابونو څه باندې نهه سوه کورونه ويجاړ کړي

د سېلاب له امله يو ويجاړ شوی کور، انځور - ارشيف

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت وایي، وروستیو سېلابونو په بېلابېلو ولایتونو کې څه باندې نهه سوه کورونه ویجاړ کړي دي.

د دغه وزارت ویاند شفیع‌الله رحیمي د چهارشنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، دا سېلابونه د سر زیان هم لري او په خبره یې د زیانونو ارقام لومړني دي.

نوموړي وويل: "د حمل له اولې څخه تر اوسه پورې سېلابونو نهه سوه کورونه تخریب کړي دي، درې تنه شهیدان لرو او په ټوله کې ۲۲ زره جریبه زراعتي ځمکه تخریب شوې ده."

دغه زیانونه د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې اوښتي چې، د هېواد مرکزي سیمې او ټول زونونه په‌کې شامل دي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا هم ویلي چې، مرسته کوونکې ادارې د سېلابونو د اغېزو او بېړنیو مرستو په ارزونه کار کوي.