د اوکراین پوځ: پر باخموت د روسیې د نویو بریدونو مخه نیول شوې

په باخموت کې د روانې جګړې یو انځور

د اوکراین پوځ نن وویل چې د اوکراین مدافعانو پر باخموت ښار د روسیې د نویو بریدونو مخه نیولې ده.

د اوکراین د لوی درستیز دفتر په خپل ورځني راپور کې وویل چې دښمن پر باخموت ښار بریدونو ته دوام ورکړی، خو د اوکراین مدافعانو په مېړانه د دې ښار دفاع کړې او د دښمن د ډېرو بریدونو مخه یې نیولې ده.

پوځ ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر باخموت او نورو اودیفکا، ماریانکا او لیمان د دښمن ۵۷ حملې شنډې کړای شوي دي.

پوځ همدارنګه ویلي چې روسي ځواکونو تر دې یوه ورځ مخکې د جبهې د لومړی کرښې پر سیمو اتلس هوایي، درې توغندویي او پنځوس راکټي بریدونه ترسره کړي دي.

د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له مخې دا ګرانه ده چې دغه معلومات په خپلواګه توګه تایید شي.

د اوکراین په ختیځ دونیڅک سیمه کې د روسي ځواکونو پر دغو بریدونو سربېره، چارواکو دغه راز په جنوب کې د خرسون پر سیمې هم د روسي ځواکونو د بریدونو خبر ورکړی دی.

د دې سیمې د پوځي چارو مشر الکساندر پروکودین وویل، تېره ورځ دښمن په سیمه ۳۴ بریدونه کړي چې درې یې یوازې پر خرسون ښار وو.

سیمه ییزو پولیسو ویلي چې په دغو بریدونو کې یو کس وژل شوی او یو تن ژوبل دی.

په عین حال کې د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ټینګار کړی چې اوکراین باید په هره بیه چې وي، باخموت وساتي او خبرداری یې ورکړ چې په دې سیمه کې د روسیې له بریا به ولسمشر ولادمیر پوتین د سولې له احتمالي موافقې د نړیوال ملاتړ د زیاتېدو لپاره د یوې وسیلې په توګه کار واخلي اوکراین به اړ کړي چې یوه دردونکي جوړجاړي ته غاړه کېږدي.

زیلینسکي له اسوشېټېډپرېس اژانس سره په مرکه کې چې نن چهارشنبې خپره شوې، وویل چې پوتین به دغه بریا پر لوېدیځ، پر خپلې ټولنې، چین او ایران وپلوري.

تر دې مخکې د اوکراین ولسمشر ویلي وو چې دی باور لري چې پر اوکراین د روسیې یرغل تر هغه وخته چې ځینې یې اټکل کوي، ژر پای ته رسېدلی شي، خو په هغه صورت کې چې نړۍ چټک او قاطع اقدام وکړي.