زلنسکي: د نړۍ په پرېکنده اقدام سره د اوکراین جګړه پای ته رسېدای شي

د اوکراين ولسمشر ولودمير زلنسکي

د اوکراین ولسمشر وايي، که نړۍ قاطع اقدام وکړي نو په دې هېواد کې جګړه ژر پای ته رسېدلی شي.

ولودمیر زلنسکي په خپله بېګانۍ ویډیويي وینا کې وویل، دی باور لري چې پر اوکراین د روسیې یرغل تر هغه وخته چې ځینې یې اټکل کوي، ژر پای ته رسېدلی شي خو په هغه صورت کې چې نړۍ چټک او قاطع اقدام وکړي.

په داسې حال کې چې روسيه د ختیځ بخموت ښار د نیولو لپاره جګړو ته دوام ورکوي زلنسکي د اوکراین د مقاومت او نه تسلیمېدو دلایل بیان کړل.

ده په دې دلایلو کې د اوکراین ویجاړ ښارونه او کلي، په نورو هېوادو کې د خلکو د ژوند د تباهۍ ګواښ او د سولې له خبرو د روسیې دوامداره تېښته یاد کړل.

د اوکراین د پوځ ستر درستیز پرون وویل چې، روسي ځواکونه په بخموت ښار کې حملو ته دوام ورکوي خو اوکرایني ځواکونه یې په ټینګ هوډ مخه نیسي.