برېتانيا او پولنډ اوکرايني بې‌کوره شويو ته د استوګنې اسانتياوې برابروي

ارشيف

د برېتانیا حکومت وايي، له پولنډ سره یو ځای هغو کسانو ته د استوګنې اسانتیا برابروي، چې پر اوکراین د روسیې تر غیرموجه یرغل وروسته بې‌کوره شوي دي.

ویل شوي، چې د اوکراین په لوېدیځ او مرکز کې به دغو بې‌کوره شویو ته دوه موقتي کلي جوړ شي.

برېتانیا او او پولنډ ژمنه کړې ده چې، د دغو کلیو د جوړولو لپاره به لس ملیون پاونډه چې د ۱۲ اعشاریه ۳ ملیون ډالرو معادل کېږي، ورکوي.

د روسیې د یرغل په وړاندې د برېتانیا د ځواب د برخې په توګه د اوکراین زر وګړي د برېتانوي کورنیو له‌خوا منل شوي، خو ځینې یې د دایمي کورونو په پیدا کولو کې زیاتې ستونزې لري.

د برېتانیا دولت ویلي، دغه کلي په «لویو» او «پولتاوا» کې جوړېږي، چې تر ۷۰۰ زیات کسان په‌کې ځایېږي.

پر اوکراین د روسیې غیرموجه یرغل د ۲۰۲۲م کال د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پیل شو، چې له کبله یې په ملیونونو اوکراینیان اړ شول چې له خپلو اصلي مېنو یا په اوکراین کې دننه بل ځای ته کډه شي یا هم له اوکراین ووځي.