مطيع‌الله ويسا څه ډول فعاليتونه کول او ولې طالبانو ونيو؟

د قلم لار ټولنې مشر، مطيع‌الله ويسا

مطیع‌الله ویسا له څو کلونو راهیسې د افغانستان په لیرو پرتو سیمو کې د ولسي کمپاینونو له لارې خلک تعلیم ته رابلل.

نوموړي خلک دې ته هڅول چې، خپلې لوڼې ښوونځيو ته ولېږي او هغوی ته د زده‌کړو حق ورکړي.

د مطع‌الله ویسا د مدني فعالیتونو پر اغېز او د طالبانو حکومت له لوري د هغه په ګډون د نورو مدني فعالینو د نیولو په اړه، زموږ همکار مرسلین ارسلا، د سواس پوهنتون له استادې او مدنې فعالې، ډاکټرې اورځلا اشرف سره مرکه کړې.

اغلې اشرف لومړی د مطیع‌الله ویسا د فعالیتونو پر ځانګړنو خبرې کوي.

دا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د اورځلا اشرف مرکه