چارواکي: روسیې پر کییف او شاوخوا سیمو د حملو نوې څپه پیل کړې

اوکراینی سرتېری د جګړې پرمهال

د اوکراین پوځ وايي چې روسیې پر کییف او شاوخوا سیمو یې د ایران ساخت بې پیلوټه الوتکو په وسیله د حملو نوې څپه پیل کړې، خو وايي، د اوکراین د هوايي مدافعې ځواکونو یې ټولې الوتکې له منځه وړې دي.

د اوکراین د ستر درستیز دفتر په خپل راپور کې ویلي چې روسیې په خپلو حملو کې له ۱۵ بې پیلوټه الوتکو یا ډرونونو کار واخیست چې ۱۴ یې اوکرایني ځواکونو نسکورې کړې.

بل خوا د اوکراین پوځ په ختیځ ښار باخموت او شاوخوا سیمو کې د درنو جګړو د دوام خبر ورکوي.

د خطر زنګونه بېګا لومړی د کییف په شاوخوا سیمو او زاپوريژیا، دینه پرو پېتروفسک، چرني هیف او لوهانسک کې وکړنګېدل چې وروسته بیا خرسون ښار ته هم وغځېدل.

د راپورونو له مخې روسیې په وروستیو میاشتو کې د اوکراین په ختیځ کې خپلې حملې پراخې کړې دي.