سيګار: امريکا له افغانستان سره د بشري مرستو تر ټولو لوی بسپنه ورکوونکې پاتې شوې

ارشيف

د افغانستان د بیارغونې پر چارو د امریکا د څار اداره یا سیګار وایي، د امریکا متحده ایالات تر اوسه له افغانستان سره د بشري مرستو تر ټولو لوی بسپنه ورکونکی پاتې شوی دی.

سیګار پرون په څو ټویټونو کې ویلي، د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا د شمېرو له‌مخې په تېر۲۰۲۲ کال کې له افغانستان سره د بشري مرستو د پروګرامونو په برخه کې درې ميلیارډ او شل ميلیون ډالرو او وړم ۲۰۲۱ کال هم د ۲ ملیارډ او ۱۶۰ ميلیون ډالرو مرسته شوې.

د سیګار په خبره متحده ایالات په دواړو کلونو کې لوی مرستندویه پاتې شوی.

تېر کال یې ۶۲۰ ميلیون او وړم کال یې ۴۴۰ ميلیون ډالره مرسته کړې ده.

ملګروملتونو د روان کال لپاره په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د ۴،۶ ميلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.