یونېسف: له تېرو دوو یا درېیو کلونو راهیسې ډېری افغان ماشومان ښوونځیو ته نه دي تللي

ارشیف: د افغانستان د نجونو یوه ښوونځي ټولګی

په افغانستان کې ماشومانو نه د ملګرو ملتونو د سازمان د ملاتړ صندوق یونېسف د ښوونې او روزنې مشره وايي، له تېرو دوو یا هم درېیو کلو راهیسې ډېری افغان ماشومان ښوونځیو ته نه‌دي تللي.

ډیوه د هلمند اوسېدونکې او د یوولسم ټولګي زده‌کوونکې ده.

هغه وايي، غوښتل یې له ښوونځي وروسته په پوځي برخه کې لوړې زده‌کړې وکړي او خپلو هیلو ته ورسېږي، خو اوس ورته هر څه بې‌برخلیکه او نا معلوم برېښي.

هغې زیاتوي: "زه خپله چې راتلونکې ته ګورم، ډېره وېره کې یم. هسې نه همداسې په کور پاتې شم. ډېرې نجونې په کور دي، خو د دوی هیلې نورې دي، دوی غواړي انجینرانې او ډاکټرانې شي."

ډیوه داسې مهال د خپل تیاره راتلونکي په اړه اندېښمنه ده چې تازه په افغانستان کې له ماشومانو نه د ملګرو ملتونو سازمان د ملاتړ صندوق د یونېسف د ښوونې او روزنې مشرې ویلي، ډېری افغان ماشومان له تېرو دوو یا هم درېیو کلونو راهیسې ښوونځیو ته نه‌دي تللي.

جېنېټ وګیلار برتانوۍ ورځپاڼې سره مرکه کې ویلي، دوی نه پوهېږي هغه ښوونځي چې تېر کال پرانستي وو، سږ کال به بیا هم پرانیستل شي او که نه.

نوموړې که څه هم دا نه‌ ده روښانه کړې چې ایا ښوونځیو ته د هلکانو تلل هم کم شوي که څنګه، خو طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي ۵۵۲ ورځې وړاندې وتړل او لا یې د پرانیستو په اړه هېڅ کوم خبر نه‌شته.

په افغانستان کې د یونېسف دې لوړ پوړې چارواکې دا هم ویلي، ستونزمنه ده وویل شي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي به سږ کال، راتلونکی کال او یا هم ۲۰ کاله وروسته پرانیستل شي.

جېنېټ وګیلار زیاتوي، که وضعیت همداسې روان وي په پای کې به له منځنیو ښوونځیو فارغې شوې نجونې ونه لرو، هغه چې د دې له قوله، ښوونکې به شي، قابله‌ګانې او یا هم ډاکټرانې.

خو په افغانستان کې د یونېسف د ښوونې او روزنې مشره ډاډ ورکوي چې دوی به په هره کچه د نجونو د ز‌ده‌کړو د پیل لپاره ملاتړ ته دوام ورکړي.

د طالبانو حکومت تازه دې څرګندونو ته غبرګون نه‌دی ښودلی، خو یوه اوونۍ وړاندې د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت ویاند احسان الله خطاب ازادي راډيو ته ویلي وو، دی هېڅ معلومات نه‌لري چې د نجونو ښوونځي به کله پرانیستل شي.

په ورته وخت کې د قلم لار بنسټ مسوول مطیع‌الله ویسا ازادي راډیو ته وویل، له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو بندېدو په کورنیو ناوړه اغېز کړی دی.

ویسا وايي: "ډېر خلک اوس خپل ماشومان ښوونځیو ته نه‌‌لېږي، چندان یې کیسه کې نه‌دي، نه ورته ډېر پام کوي، ځکه اینده یې نه ویني. زموږ هیله دا ده چې اسلامي امارت خلکو سره کار وکړي او کورنیو سره هم کار وشي، چې خپل اولادونه زده‌کړو ته واستوي."

طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو او د نجونو د پوهنتونو د تړلو لپاره تر اوسه هېڅ مشروع دلیل نه‌دی وړاندې کړی، خو وايي، د خپل مشر په امر یې دا کار کړی او تر بل امر پورې به بند وي.