په افغانستان کې سېلابونو ۳ کسان مړه، ۷ ژوبل او ۷۵۰ کورونه زیانمن کړي

ارشیف: په کاپیسا کې د سېلاب له امله د یوه ویجاړ شوي کور انځور

له زلزلې وروسته د وروستیو دوو ورځو سېلابونو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې خلک زیانمن کړي دي.

دا تلفات تر ډېره د افغانستان په شمالي ولایت بلخ کې رامنځته شوي دي.

د بلخ ولایت د زارع ولسوالۍ اوسېدونکي ګل اغا ازادي راډيو ته وویل چې په دې ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله سلګونو کسانو ته زیانونه اوښتي دي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "د سېلابونو راتګ او د ږلۍ ورېدلو تر ۳۰۰ ډېرې کورنۍ زیانمنې کړې دي. سلګونه څاروي سېلابونه وړي او د زارع ولسوالۍ د ډېرو خلکو کرنیزې ځمکې او باغونه له منځه تللي او لارې د زارع په مرکز کې له یوه کلي بل کلي او کلینیک ته د سېلابونو له امله ویجاړې شوې دي."

ارشیف: په بدخشان کې د سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو انځور

د وروستیو دوو ورځو سېلابونو له امله چې د افغانستان په ۷ ولایتونو کې راوتلي، ۳ تنه وژل شوي او ۷ تنه ژوبل شوي دي.

پېښو ته د رسېدنې په چارو د طالبانو حکومت د دولت وزارت ویاند شفیع الله رحیمي په یوه ويډیويي پیغام کې د وروستیو ورښتونو له امله د راوتلیو سېلابونو د تلفاتو په اړه وايي: "د بارانونو او واورو د ورښتونو له امله په وروستیو دوو ورځو کې متاسفانه په بلخ، فراه، فاریاب، زابل، کونړ، نورستان، ارزګان، ننګرهار او لغمان کې درې تنه شهیدان شوي او ۷۵۰ کورونه په نسبي یا پوره ډول نړېدلي دي."

په ورته وخت کې د هوا پېژندنې نړیوالې ادارې اټکل کړی چې په وروستیو اونیو کې به په افغانستان کې د ورښتونو یوه نوې څپه پیل شي.

پېښو ته د رسېدنې په چارو د طالبانو حکومت د دولت وزارت د ۱۴۰۲ کال په پیل کې ویلي و چې په تېر لمریز کال کې ۱۱۰۰ تنه افغانان په طبیعي پېښو کې وژل شوي دي.