طالبان: په افغانستان کې هېڅ امریکايي بندي نه شته

د طالبانو وسله وال غړي

د طالبانو حکومت وايي، په افغانستان کې هېڅ امریکايي بندي نه شته.

باختر خبري اژانس، چې د طالبانو تر کنترول لاندې دی، نن راپور ورکړ، د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد د افغانستان له یوه خصوصي تلوېزیون سره په مرکه کې وویل چې له دوی سره هېڅ امریکايي وګړی نه شته او نه هم تازه کوم امریکايي وګړی نیول شوی دی.

تر دې وړاندې امریکایي رسنیو د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن له قوله راپور ورکړی و چې لا هم څو امریکايي وګړي د افغانستان د سرپرست حکومت په بند کې دي او دوی یې د خلاصولو هڅه کوي.