د بشري حقونو څار سازمان: طالبان د افغانستان له هوساینې سره هېڅ لېوالتیا نه‌لري

د طالبانو یو شمېر مشران

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د تړلو په دوام سره طالبانو ثابته کړه چې د یو ملت په توګه د افغانستان له هوساینې سره هېڅ لېوالتیا نه‌لري.

دې ادارې دا خبره په افغانستان د ښوونیز کال د پیل په دُرشل کې پرون ناوخته یوه اعلامیه کې کړې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان زیاتوي، هېڅ هېواد د تعلیم یافته نجونو او مېرمنو پرته د سوکاله راتلونکي تصور نه‌شي کولای، په داسې حال چې افغانستان بیا د نړۍ په سطحه د بې‌سوداۍ تر ټولو لوړ شمېر لري، هغه څه چې د دې سازمان له قوله، افغانستان یې له تیاره راتلونکي سره مخ کړی دی.

د بشري د څار سازمان دا هم لیکلي چې طالبانو د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ د نجونو ښوونځي تړلي و چې د دې سازمان په خبره، د نجونو یو نسل یې لږ تر لږه د پنځو کلونو لپاره له زده‌کړې، پرمختګ او هغه څه څخه بې برخې کړ چې دوی یې غواړي.

د بشري حقونو د څار سازمان روان وضعیت ته د طالبانو د نا حقه عذرونو، درواغجنو او ناکامو ژمنو د تکرار نوم ورکړی او ترې یې غوښتي چې هر څه ژر د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه پرانېزي.