نړيوال بانک د اوکراين د بيارغونې لپاره د ۴۱۱ مليادر ډالر اټکل کړي

اوکراين کې د جګړې له امله يوه ويجاړه شوې سيمه، ارشيف

نړیوال بانک د اوکراین له حکومت، اروپايي کمېسیون او ملګروملتو سره په یوه ګډه سروې کې د اوکراین د بیارغونې لګښت ۴۱۱ میلیارد ډالره اټکل کړ.

د هغه راپور له‌مخې، چې پرون (پنجشنبې) د نړیوال بانک په وېبپاڼه کې خپور شو، دا اټکل د سږ کال د فبرورۍ تر ۲۴ پورې پر اوکراین د روسیې د یرغل په یوه کال کې د اوښتي تاوان پر اساس شوی دی.

په دې راپور کې دا هم ویل شوي چې د اوکراین بیارغونه ممکن لس کاله دوام وکړي.