د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په ۲۰ ولایتونو کې د سختو ورښتونو وړاندوینه کړې

ارشيف

دې ادارې پرون (پنجشنبې) وویل، په شلو ولایتونو کې به له ۲۰ تر ۶۰ میلي مترو پورې باران و اوري.

په دغو ولایتونو کې په ځانګړي ډول هغه سیمې شاملې دي چې وروستۍ زلزلې ځپلي دي.

د طالبانو د حکومت له پېښو سره د مبارزې وزارت پرون وویل چې د حمل د لومړۍ نېټې په زلزله کې ۱۰ تنه وژل شوي، تر ۶۰ ډیر نور ټپیان شوي او تر ۸۰۰ ډیر کورونه نړېدلي دي.

د دغه وزارت ویاند شفیع‌الله رحیمي وايي، له زلزلې وروسته د ورښتونو له کبله هم تر سلو ډېر کورونه ویجاړ شوي یا سخت زیانمن شوي دي.