فنلنډ دغه هېواد کې ټولو مهاجرو افغان نجونو او مېرمنو ته پناه ورکوي

د فنلنډ ملي بيرغ

د فنلنډ د مهاجرت اداره وايي، په خپلو مقرراتو کې د بدلون په راوستلو ټولو هغو افغان ښځو او نجونو ته پناه ورکوي چې دغه هېواد ته یې مهاجرت کړی دی.

دې ادارې پرون (پنجشنبه) وویل، د هغو افغان ښځو او نجونو په اړه، چې د پناه غوښتنلیکونه یې رد شوي وو، خپله پرېکړه بېرته اخلي ځکه چې د افغانستان امنیتي وضعیت د ښځو لپاره ثبات نه‌لري.

د فنلنډ د مهاجرت ادارې له خبرپاڼې سره سم، دا نوي اعلان شوي مقررات موقتي دي، خو د دې لپاره چې په افغانستان کې حالات خراب دي، چارواکو پرېکړه کړې چې ټولو افغان نجونو او ښځو ته، چې مخکې یې غوښتنلیکونه رد شوي دي، مثبت ځواب ورکړي.

د فنلنډ د مهاجرت د ادارې ځانګړې سلاکارې لاورا سومینین وویل، د ۲۰۲۱ کال د جولای له ۹ راوروسته د هیڅ افغان د بېرته ستنولو پرېکړه نه‌ده شوې.

که کوم افغان د پناه ورکولو په نړیوالو غوښتنو برابر نه وي، هغه ته به د بشري خواخوږۍ له مخې، موقتي پناه ورکړل شي.