د اروپايي ټولنې مشران نن د ملګروملتونو له سرمنشي سره د اوکراين پر جګړه خبرې کوي

د اوکراين جګړه

د اروپایي ټولنې مشران به نن د ملګروملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتېرش سره د اوکراین د جګړې په اړه خبرې وکړي.

دغه راز به د اروپايي ټولنې مشران هغه پلان تصویب کړي چې کییف ته د توپچي مهماتو لېږد زیاتوي.

ګوتېرش به نن په بروکسل کې د دې ټولنې د دوه ورځنۍ سرمشریزې مېلمه وي.

ګوتېرش داسې مهال په دې سرمشریزه کې چې د بحث یوه مهمه موضوع به یې پر اوکراین څرخي ګډون کوي چې، څو ورځې مخکې د ملګروملتونو او ترکیې په منځ‌ګړیتوب د تور سمندرګي له لارې د اوکراین د غلو صادراتو موافقه لږ تر لږه شپېته ورځې تمدید شوه.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي به هم د ویډیو کنفرانس له لارې له دې سرمشریزې سره یو ځای شي.

بل پلو د اروپایي ډیپلوماټان هیله‌من دي چې په همدې سرمشریزه کې به مشران له دې ډډه وکړي چې، په دې ټولنه کې د کاربن ډای اکسایډ خپرېدونکو ماشینونو پر تولید د بندیز پر لانجمنې موضوع خبرې وکړي.

جرمني په وروستۍ شېبه کې د اروپایي ټولنې د هغه پلان مخه ډب کړه چې تر۲۰۳۵ کال پورې د ټولو هغو نویو موټرو پر تولید بندیز لګوي چې کاربن ډای اکساید خپروي.

په دې سره د اروپایي ټولنې د ستراتېژۍ هغه برخه چې غواړي تر۲۰۵۰ کال پورې پر کاربن ولاړ اقتصاد صفر ته ورسوي، په ټپه درول کېږي.

د بروکسل په سرمشریزه کې به اوکراین ته د مهماتو د ورکولو او د کډوالو په شمول پر مختلفو موضوعاتو خبرې وشي.