د ايران او سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزيرانو د ژر ليدنې ژمنه کړې

د ايران او سعودي عربستان بيرغونه

د ایران او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو ژمنه وکړه چې ژر به ملاقات سره وکړي.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له‌مخې دغه ژمنه نن سهار د سعودي د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان او ایراني سیال یې حسین امیر عبدالهیان په ټیلفوني خبرو کې وکړه.

د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس (SPA) هم راپور ورکړی چې، دواړو وزیرانو یو بل ته د روژې مبارکي ورکړې او تهران او ریاض کې یې د دغو هېوادونو د سفارتونو د بیا پرانيستې په اړه خبرې کړي دي.

د سیمې دوو سیالانو سعودي او ایران تېره میاشت د چین په منځ‌ګړیتوب هوکړه وکړه چې ډيپلوماتیکې اړیکې به له سره جوړوي.

دغه دواړه هېوادونو له ۲۰۱۶ کال راهیسې مستقیمې ډيپلوماتیکې اړیکې نه‌لري.