بلېنکن: له افغانستان د امريکا د وتلو په اړه راپور به درې اوونيو کې کانګرس ته وړاندې شي

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بېلنکن

تمه ده چې، د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه خپل راپور د درې اوونیو په ترڅ کې کانګرس ته وړاندې کړي.

دا خبره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د چهارشنبې په ورځ په واشنګتن کې د سنا یوې استماعیه غونډې ته وکړه.

په استازیو جرګه کې د جمهوري غوښتونکو مشر روانه اوونۍ خبرداری ورکړ چې، د بهرنیو چارو وزیر که چېرته د دوی له غوښتنې سره سم اسناد وړاندې نه‌کړي، احضار به یې کړي.

جمهوري غوښتونکي انتقاد کوي چې، له افغانستانه د دوه زره یو ویشتم کال په اګست کې د امریکایي ځواکونو د وتلو پر مهال د کابل په هوایي ډګر کې دیارلس امریکایي سرتېرې ووژل شول.

دوی وايي، دا ځواکونه په داسې بېړه ووتل چې په سلګونو امریکایان او په زرګونو هغه افغانان چې له امریکایي سرتېرو سره یې کار کړی وو، په افغانستان کې ایسار پاتې شول.