د افغان ملکیانو پر وژنه د تورنو برتانوي ځواکونو په اړه څېړنه پیلېږي

افغانستان کې برېتانيي ځواکونه، ارشيف

نن چهارشنبې په لندن کې په افغانستان کې د برېتانيايي ځانګړو ځواکونو له لوري د شپې له‌خوا په ترسره شویو عملیاتو کې په ناقانونه توګه د لسګونو کسانو د وژلو د ادعاو په اړه یوه عامه څېړنه پیلیږي.

د برېتانیا د دفاع وزارت د دغې څېړنې امر وروسته له هغې ورکړ چې تېر کال د بي‌بي‌سي ټلوېزیون په یوه مستند فلم کې وویل، د برېتانیا د هوایي ځانګړو ځواکونو (SAS) سرتېرو په مشکوکو شرایطو کې ۵۴ کسان وژلي دي.

همدارنګه دې څېړنې ته وروسته له هغې اجازه ورکړل شوه، چې دوو کورنیو چې دغه ځانګړي ځواکونه یې په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو کې د خپلو خپلوانو په وژلو تورن کړي، پر خپلو دوسیو د قضایي بیا کتنې غوښتنه کړې وه.

د رویټرز اژانس د راپور له‌مخې په دې پلټنه کې به چې مشري یې جګپوړی قاضي چارلز هډن کیو Charles Haddon-Cave کوي، دا څېړل کېږي چې ایا د برېتانیا پوځ د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ د خلکو د نیولو لپاره عمدي عملیات ترسره کړي او ایا د ناقانونه وژنو په اړه کره شواهد شته؟

د دغې څېړنې په ترڅ کې به دا موضوع هم څېړل کېږي چې ایا د برېتانیا پوځ د دغو ادعاو په اړه سمه څېړنه ترسره کړې او ایا کومې غیرقانوني وژنې یې پټې کړي دي؟

د برېتانیا پوځي پولیسو په افغانستان کې د برېتانیا د هوایي ځانګړو ځواکونو په شمول د دې هېواد د پوځیانو له‌خوا د ناوړه چلند د ادعاو په اړه څو څېړنې ترسره کړي، خو دفاع وزارت ویلي چې کافي شواهد یې نه‌دي موندلي چې هغه دې قانوني تعقیب شي.

په افغانستان کې د ناټو د ماموریت په چوکاټ کې ډېری برېتانوي ځواکونه په ناکراره ولايت هلمند کې ځای پر ځای و.

په افغانستان کې د برېتانیا د نږدې شل کلن پوځي ماموریت په ترڅ کې د دې هېواد ۴۵۷ پوځیان وژل شوي دي.