امريکا د ايران پر يو شمېر شرکتونو بنديزونه ولګول

د امريکا بيرغ

د امریکا متحدو ایالتونو پرون سه‌شنبې د ایران پر هغو شرکتونو او افرادو نوي بندیزونه ولګول چې د بې‌پیلوټه الوتکو د جوړولو لپاره د تجهیزاتو په برابرولو تورن دي.

د متحدو ایالتونو د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر له FBI سره په همغږۍ دغه بندیزونه په ایران او ترکیه کې پر څلورو شرکتونو اودرې تنو لګولي چې د ایران د بې‌پیلوټه الوتکو او د وسلو د پروګرامونو لپاره د کارېدونکو تجهیزاتو په پېرودلو تورن دي.

په دې ډله کې د ایران د دفاعي ټکنالوژۍ او ساینس څېړنیز مرکز هم شامل دی.

امریکايي دفاعي چارواکي وايي، ایران روسیې ته بې‌پیلوټه الوتکې ورکوي، چې په اوکراین کې د ملکي وګړو او ملکي زیربناو پر ضد کارول شوي دي.