امريکا: پنټاګون اوکراين ته د ټانکونو د ورکولو بهير تېزوي

امریکايي چارواکي وايي، د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون په پام کې لري، چې اوکراین ته د ابرامزـ۲ په نوم د ټانکونو د ورکولو بهیر چټک کړي.

پنټاګون دا مهال پر دې غور کوي، چې د دغو ټانکونو زړې بڼې تر جوړولو وروسته اوکراین ته ورکړي، چې دا کار تر نویو ټانکونو لږ وخت نیسي.

امریکايي چارواکو اسوشېټېډ پریس خبري اژانس ته پرون ویلي، هدف دا دې چې له اتو تر لسو میاشتو پورې د اوکراین جنګي ساحې ته دغه جنګي ټانکونه ورسول شي.

اصلي پلان دا و چې اوکراین ته ۳۱ عرادې ابرامزـM1A2 ډوله ټانکونه ورکړل شي، چې جوړول او اوکراین ته رسول یې تر یوه یا دوو کلونو وخت نیسي.

چارواکي وايي، اوس پرېکړه شوې چې د ابرامزـM1A1 ډوله پخواني ټانکونه اوکراین ته ولېږل شي، چې د اوکراین پوځیان به یې په اسانۍ سره کارولی او حفظ و مراقبت کولی شي.

دغو امریکايي چارواکو پرون سه‌شنبه د نوم نه ښوولو په شرط خبرې کولي، ځکه دغه پلان لا په عامه نه‌دی خپور شوی.

ویل شوي، په دې اړه به د امریکا دفاع وزارت ډېر ژر دغه اعلان وکړي.