د ایران په کرد مېشتو سیمو کې اعتراضونه شوي

ايران کې اعتراضونه

د ایران امنیتي ځواکونو د دغو اعتراضونو په وړاندې په داسې حال کې له فشارونو کار واخیست چې په ایران کې پرون د نوروز جشنونه روان وو.

پر ټولنیزو شبکو په خپرو شویو راپورونو کې ښکاري، چې د اذربایجان غربي په مهاباد، اشنویه، بوکان، پیرانشهر او د کردستان په سقز، سنندرج او دهګلان کې پر لارو سړکونو اعتراضونه شوي دي.

د بشري حقونو د یوې ډلې ههنګاو د ویبسایټ په ګډون ځینو سرچینو ویلي، په سقز ښار کې راټولو شویو کسانو د ۲۲ کلنې مهسا امیني پر مړینه ویر وکړ.

دغه مېرمن چې په سپټمبر میاشت کې په بشپړ ډول د حجاب نه رعایت په تور نیول شوې وه، د پولیسو په توقیف کې ساه ورکړه.

دغه پېښه په ټول ایران کې د څو میاشتو لپاره د پراخو اعتراضونو سبب شوه.