کرکټ؛ د افغانستان د کم‌عمره ځوانانو لوبډله له سریلانکا سره سیالي لري

د افغانستان د کم عمره ځوانانو لوبډله

د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلونو کم‌عمره لوبډله نن د درې اړخیزو مسابقو په لړ کې د سریلانکا پر وړاندې یو ورځنۍ سیالي کوي.

کرکټ بورډ خبر ورکړی چې دا به په ابوظبۍ کې د افغانستان او سریلانکا دویمه مسابقه ده چې نن چهارشنبه د کابل پر وخت د ماسپین درې نیمې بجې پیلېږي.

د کورني کرکټ مسوول، نظیم جار عبدالرحیمزي پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل: "چمتووالي ښه نتیجه ورکړه. زه باور لرم د درېیو هېوادونو افغانستان، بنګله‌دېش او سریلانکا دغه لوبلړۍ چې ده، په‌کې به زموږ ۱۹ کلن هلکان ښه وځلېږي."

د افغانستان تر ۱۹ کلونو کم‌عمره لوبډلې د یادې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې د بنګله‌دېش لوبډلې ته ماتې ورکړې ده.

د ویلو ده چې دا درې اړخیزې یو ورځنۍ سیالۍ به د روانې مارچ میاشتې تر ۳۰مې نېټې پورې دوام وکړي.