ملګري ملتونه: طالبان دې د نجونو او ښځو پر وړاندې محدوديتونه ليرې کړي

يو شمېر محصلانې، ارشيف

ملګروملتونو یو ځل بیا د طالبانو له چارواکو وغوښتل چې د نجونو او ښځو په وړاندې ټول محدودیتونه لیرې کړي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما نن په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي، روانه اوونۍ د نوي ښوونیز کال له پیلېدو سره له یو ملیون زیات نجونې به اجازه ونه‌لري چې ټولګیو ته لاړې شي.

یوناما پر افغانستان واکمنو طالبانو څخه غوښتي چې د ښځو او نجونو په وړاندې دې د ټولو تبعیضي پالیسو په شا شي.

یوناما ویلي، دغه پالیسۍ نه یوازې د نیمایي نفوس هیلې وژني، بلکې افغانستان ته لوی زیان رسوي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق يا سيف ده چلډرن مشر فران ایکیزا Fran Equiza وویل، چارواکي باید د ټولو زده‌کونکو لپاره ښوونځي پرانیزي ترڅو دوی وکولای شي ټولنیز ژوند ته دوام ورکړي، مهارتونه ترلاسه او هم اکاډمیکې زده‌کړې وکړي.

هغه نن په یوه ټویټ کې ویلي چې، په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال له پیل سره، موږ خوښ یو چې ملیونونه هلکان او نجونې د لومړنیو ښوونځیو ټولګیو ته راستنیږي.

خو بیا هم، موږ په ژوره توګه مایوسه یو چې ځوانې نجونې بېرته خپلو ټولګیو ته نه ځي.

قطر پرون د یوې غونډې کوربه و چې، د طالبانو د پوهنې وزیر هم برخه په‌کې اخیستې وه او خبرې هم په افغانستان کې د تعلیم پر راتلونکې متمرکزې وې.

خو په هغه اعلامیه کې چې د قطر د بهرنیو چارو وزارت خپره کړې د دې یادونه نه‌ده شوې چې، پر افغانستان واکمنو طالبانو دې ژمنې کړې وي چې په نږدې راتلونکې کې به ښوونځي او پوهنتونونه د افغان نجونو او ښځو پرمخ پرانیزي.