په افغانستان کې د هلکانو او نجونو زده کوونکو له ګډون پرته ښوونځي پرانیستل شوي

ارشیف: په کابل کې د یوه ښوونځي انځور

د راپورونو له مخې نن په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال له پیلېدو سره ښوونځي پرانیستل شوي، خو په ټولګیو کې تدریسي بهیر نه دی پيل شوی، ځکه زده کوونکي خبرنه وو چې نن زده کړې پیلېږي.

دا په داسې حال ده چې په سلګونو زره نجونې زده کونکې ښوونځیو ته له تلو منع شوي دي.

د فرانس پرېس آژانس د راپور له مخې یو شمېر ښوونکو او چارواکو ویلي چې نن د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې ښوونځي پرانیستل شوي، خو ډېری ښوونکي او زده کوونکي خبر نه دي چې ښوونځي پرانیستل شوي، ځکه د طالبانو د پوهنې وزارت د نوي ښوونیز کال د پیلېدو لپاره رسمي اعلان نه دی کړی.

په کابل کې د سیدال ناصري د ذکورو د لېسې یوه استاد محمد عثمان عطایي فرانس پرېس ته ویلي چې د پوهنې د وزیر له خوا یو مکتوب چې د دوی سرښونکي ته رسېدلی په کې ویل شوي چې نن ښوونځي پرانېزي، خو دا چې رسمي اعلان نه دی شوی زده کوونکي نه دي ورغلي.

د فرانس پرېس خبریالانو په کابل کې له اوو ښوونځیو لیدنه کړې او یوازې د ګوتې په شمار ښوونکي او د ابتدایي زده کړو څو زده کوونکي یې لیدلي، خو په ټولګیو کې زده کړې نه دي پیل شوي.

د راپور له مخې پر کابل سربېره، په هغو ولایتونو کې چې نن ښوونځي پرانیستل شوي، هرات، کندز، غزني او بد خشان هم شامل دي.

د تېر۱۴۰۱ کال د وري یا حمل په دویمه په افغانستان کې نوی ښوونیز کال پیل شو، خو له شپږم ټولګي پورته نجونو ته اجازه ورنه کړل شوه چې زده کړو ته دوام ورکړي.

په مخکې کلونو کې په افغانستان کې د نوروز یا د نوي کال لومړی ورځ عمومي رخصتي وه، خو د طالبانو حکومت هغه لغوه کړې ده.