د خوښۍ نړیواله ورځ؛ افغان مېرمنې د خفګان او غم پر وړاندې مبارزه کوي

ارشیف: د کابل پوهنتون د ښځینه محصلانو یو انځور

نن د مارچ ۲۰مه د خوښۍ نړیواله ورځ ده.

فروزان حیدري یوه له هغو نجونو ده چې وايي، د ژوند له ستونزو سره د مقابلې لپاره هڅه کوي چې خپله کورنۍ خوشحاله وساتي.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل، د ځان، کورنۍ او دوستانو د خوشحالولو لپاره له بېلابېلو لارو کار اخلي.

هغې زیاته کړه: "که څه هم د افغانستان په اوسنيو حالاتو کې دا ستونزمن کار دی، خو موږ د افغانستان وضعیت په غم او خفګان سره نه‌شو بدلولای، نو تر ټولو ښه او اسانه لار دا ده چې خپل روحي او رواني حالت ته په خوښۍ او خندا سره بدلون ورکړو، اوس چې هر څوک غواړي خوشحاله وي، ډېرې لارې شته."

ازیتا نژند، چې د اقتصاد له پوهنځي فارغه ده، یوه له هغو نجونو څخه ده چې خندا د افغانستان د نن ورځې له ستونزو سره د مبارزې یوه لاره ګڼي.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل چې خوښېږي یې تل وخاندي او شاوخوا خلک خوشاله وساتي.

نژند زیاتوي: "دا سمه ده چې د افغانستان خلک ډېرې ستونزې او کړاوونه لري، خو یو شی چې موږ خپلو خلکو، هېوادوالو، دوستانو، خپلوانو او ان خپلې کورنۍ ته د ډالۍ په توګه ورکوو، هغه موسکا ده، ځکه زموږ ټولنه موسکا ته سخته اړتیا لري. زموږ خلک د اقتصادي، رواني او روحي فشارونو لاندې دي. هر څومره چې موږ خندانه څېره ولرو او نورو ته خندا ډالۍ کړو، په هماغه اندازه زموږ ټولنیزو اړیکو کې بدلون راځي."

ارشیف: د افغانستان د یوه پوهنتون محصلانې د یو بل په لیدو خوشحالي کوي.

خو د حقوقو او سیاسي علومو فارغه اغه ماه په اند، خندا باید پر ځای او مناسبه وي، څو د نورو د ځورېدو سبب نه‌شي.

هغې وویل: "خندا ښه ده، خو خندا باید د نورو د توهین او سپکاوي په توګه ونه کاروو. که موږ د خندا کولو ځای ونه پېژنو، دا د دې لامل کېږي چې زموږ شاوخوا خلک خفه او زړه توري شي، نو غوره ده چې د خندا وخت او ځای وپېژنو او بیا وخاندو."

روان پوهان هم په دې باور دي چې خندا او خوښي د ډېرو ناخوښیو درملنه ده او خوښي و خندا د اعصابو توازن ساتي او د مختلفو ناروغیو مخه نیسي.

روان پوهې شبنم شهپر ازادي راډيو ته وویل چې خندا او خوښي د اسټرس هورمونونه کموي او بدن پیاوړی کوي.

شهپر وايي: "هغه خلک چې شوخ طبعه دي او ټوکې کوي، دوی د حالاتو سره د سمون وړ دي. دوی د ننګونو او ستونزو پر وړاندې نازک نه دي. کله چې د دوی په لاره کې کومه ستونزه راشي، نو دوی هڅه کوي چې هغې ستونزې سره په شوخۍ مقابله وکړي، په اړه یې ټوکې وکړي او داسې ځان خوشحاله وساتي او هغه ستونزه له ځانه جلا وګڼي."

دا په داسې حال کې ده چې نن د مارچ ۲۰مه د خوښۍ نړیواله ورځ ده.

ملګرو ملتونو په ۲۰۱۳ کال کې دا ورځ د خوښۍ نړیوالې ورځې په نوم ونوموله، څو د خلکو په ژوند کې د خوښۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړي.

خو د ګالوپ نړیوالې موسسې د وروستۍ سروې له مخې چې پایله یې د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د وږي په میاشت کې خپره شوه، په ۲۰۲۱ کال کې د بېلابېلو هېوادونو د وګړو د ناخوښۍ کچه ارزولې چې له مخې یې د افغانستان وګړي د نړۍ تر ټولو ناخوښ یا غمجن خلک بلل شوي دي.

په دې سروې کې چې د طالبانو له بیا واکمنۍ او د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته شوې، زیاته شوې چې د افغانانو رواني حالت د ګډوډۍ او بې‌باورۍ ښکارندویي کوي او په افغانستان کې اضطراب، سټرس او خفګان لوړې کچې ته رسېدلی دی.

په دې سروې کې افغانستان د ۵۹ نمرو په لرلو سره د دې شاخص په سر کې او لبنان د ۵۸ نمرو په درلودو د ډېرو ناخوښو وګړو په لرلو سره په دویم کتار کې و.