بریتانیا پر یو شمېر نورو ایراني چارواکو بندیزونه لګولي

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جمز کلیورلي

بریتانیا پر یو شمېر نورو ایراني چارواکو چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د ځواک د مالي چارو مسوولان او له بشري حقونو څخه په سرغړونو تورن دي، بندیزونه لګولي دي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه بیان کې وویل چې په دغو چارواکو کې د دې ځواک د پانګونې د مدیریت د څانګې پنځه غړي او په تهران کې او البرز ولایتونو کې د دې ځواک دوه قومندانان چې پراخې بشري سرغړونې یې ترسره کړي، شامل دي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جمز کلیورلي ویلي: "نن ورځ موږ د سپاه پاسداران انقلاب د ځواک د هغو جګپوړیو چارواکو پرضد دغه اقدام کوو چې د رژیم د وحشیانه ځپنې لپاره مالي سرچینې برابروي. موږ به همدارنګه د ایران د خلکو تر خوا ولاړ یو ځکه هغوی په دې هېواد کې د اساسي بدلون غوښتونکي دي."