اسټراليا کې د دغه هېواد يو پخوانی سرتېری افغانستان کې د يو ملکي افغان د وژلو په تور نيول شوی

افغانستان کې د اسټراليا سرتېری، ارشيف

استرالیایي چارواکو نن دوشنبه د دغه هېواد یو پخوانی سرتېری د یوه ملکي افغان د وژلو په تور نیولی دی.

رویټرز اژانس د چارواکو په حواله ویلي چې دغه استرالیایي سرتېري افغانستان کې د ماموریت پر مهال یو ملکي افغان وژلی دی.

د استرالیا فدرال پولیسو یوه خبرپاڼه کې ویلي، احتمال شته چې دغه ۴۱ کلن سرتېری په محکمه کې په جنګي جنایت محکوم شي چې تر ټولو درنه سزا یې ابدي حبس دی.

په ۲۰۲۰ کال کې یوې څلور کلنې څېړنې وښوده چې د استرالیا ځانګړو ځواکونو افغانستان کې په ظاهره ۳۹ ملکي او بې وسلې زندانیان وژلي دي.

له دغو څېړنو وروسته د استرالیا د پوځ ۱۹ اوسني او پخواني غړي یوې ځانګړې پلتڼې ته وړاندې شول چې معلومه کړي د قانوني تعقیب لپاره کافي شواهد شته او که نه؟

په افغانستان کې استرالیایي ځواکونه د ناټو ماموریت یوه برخه وه چې نږدې دوه لسیزو کې یې څه باندې ۳۹ زره سرتېرو افغانستان کې خدمت وکړ او ۴۱ تنه یې ووژل شول.