د پاکستان پوليسو عمران خان او د هغه يو شمېر همکاران پر تروريزم تورن کړي

عمران خان

د پاکستان پولیسو د دې هېواد پخوانی صدر اعظم عمران خان او هغه ته نږدې اولس نور چارواکي رسماً پر تروریزم تورن کړي دي.

په تورن شویو کې د عمران خان یو شمېر هغه پلویان هم شامل دي چې د تېرې شنبې په ورځ له پولیسو سره په نښتو کې ښکېل شوي دي.

خان له دې مخکې په غیر قانوني ډول د هغو دولتي ډالیو پر پلورلو تورن شوی چې، د صدر اعظمۍ په دوره کې یې له بهرنیو چارواکو تر لاسه کړي دي.

عمران خان دغه تورونه بې اساسه بللي او ویلي یې دي چې، دا د اوسني صدراعظم شهباز شریف له لوري د ده پر ضد یوه دسیسه ده.