رسنۍ: د جلال‌اباد او پېښور ترمنځ د مسافر وړونکو بسونو خدمات پيليږي

کابل ملي بس، انځور - ارشيف

د راپورونو له‌مخې افغانستان او پاکستان موافقه کړې چې، د پېښور او جلال‌اباد ترمينځ د مسافر وړونکو بسونو مستقیم خدمات پيل کړي.

پاکستانۍ ایکسرپس تربیون ورځپاڼې د ځینو سرچینو له قوله خبر ورکړی چې، په دې اړه موافقه د افغانستان د نړېوالې همغږۍ ډلې چې د دواړو هېوادونو ترمينځ د ستونزو د هواري لټه کوي، په وروستۍ غونډه کې شوې ده.

د راپور له‌مخې د دواړو هېوادونو د ټرانسپورټ وزارتونو په اصولو کې موافقه کړې چې په لومړي سر کې دې پر دې لاره د ۱۵ نه تر ۲۰ پورې سیټ لرونکي بسونه په کار پيل وکړي.

د موافقې پر اساس پاکستان به د بسونو یو ترمینل په تورخم او افغانستان به یې په جلال‌اباد کې جوړوي.

افغانان د ځمکې له لارې کلونه کلونه پاکستان ته په تګ را تګ کې له ستونزو سره مخامخ شوي او اوس چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته بهرنیو هېوادونو ته الوتنې په نشت حساب دي، افغانان له‌خوا زیات پاکستان ته په تلو کې پر ځمکنیو لارو متکي دي.