برېتانيا د افغان پناه غوښتونکو د سندونو په برخه کې د ترسره شويو تېروتنو له امله بښنه غوښتې

يو شمېر افغان پناه غوښتونکي، ارشيف

د برېتانیا دفاع وزارت له افغان پناه غوښتونکو د هغې غوښتنې په خاطر له قید او شرط پرته بښنې ته اړ ايستل شوی چې، له دوی څخه یې په دې هېواد کې د منل کېدو لپاره کړې ده.

د رسنیو د راپورونو له‌مخې دې وزارت له افغانانو غوښتي وو، که غواړي چې برېتانیا پناه ورکړي، باید لازم اسناد یې د طالبانو د حکومت له‌خوا تايید شي.

د برېتانوۍ انډیپنډنټ ورځپاڼې د راپور له‌مخې، افغان پناه غوښتونکي د زېږېدلو د سند او نکاح خط لپاره د افغانستان د اوسني حکومت مهر ته اړتیا لري.

د برېتانیا په پارلمان کې د کارګر ګوند غړي دان جارویز ویلي، دا حکم په دې معنا دی چې افغانان باید د خپل مرګ سند لاس‌لیک کړي.

برېتانوۍ ډيلي ټلګراف ورځپاڼې پرون یکشنبې د برېتانیا د دفاع وزارت له قوله خبر ور کړ چې ویلي یې دي، د افغانانو د سندونو په برخه کې ځینې تېروتنې چې تر سره شوي، بښنه غواړي.