اوچا: مرستندویه ادارې له اړمنو افغانانو سره مرستو رسولو ته دوام ورکوي

ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، په روان ۲۰۲۳م کال کې به مرستندویې ادارې په میلیونونو اړو افغانانو ته د ژوند ژغورونکو مرستو رسولو ته دوام ورکړي.

دغې ادارې پرون په خپل ټویټر کې لیکلي، نړیواله ټولنه باید په اوسني وخت کې د افغان ولس تر څنګ ودرېږي او د وضعیت د لا خرابۍ د مخنیوي لپاره خپل تمویل ته دوام ورکړي.

ملګرو ملتونو ویلي چې روان میلادي کال به بشري مرستو ته د اړو افغانانو شمېر ۲۸ میلیونه او درېیو لکو ته ورسېږي.