په کابل کې د فرخندې د وژل کېدو اته کاله پوره شول

د فرخندې عکسونه

نن د کب ۲۸مه، کابل کې د فرخندې د وژل کېدو اته کاله پوره شول.

په هغه ورځ یوه ډله پارېدلو کسانو فرخنده قران ته د سپکاوي په تور لومړی سنسګار او بیا یې تر وژلو وروسته مړي ته اور واچاوه.

په شاه دوشمشېره زیارت کې یوه تعویذ لیکونکي پر فرخندې ملکزاده تور ولګاوه چې قران کریم‌یې سوځولی، خو وروسته ثابته شوه چې دا تور ناحقه و.

په تېر حکومت کې د دې قتل په اړه د ځینو کسانو د محاکمې او زنداني کېدو خبرونه هم ورکړل شوي وو،اوس معلومه نه ده چې اصلي قاتلین چیرې دي؟