د ترکیې ولسمشر خپل مصري سیال سره ګوري

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

ټاکل شوې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره وګوري.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وايي، دواړه مشران به د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوې لسیزې د جلاوالي پر ختمېدو خبرې وکړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر قاهرې ته د سفر پر مهال ویلي، انقره غواړي چې له قاهرې سره خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې بېرته تر لوړې سطحې سمې کړي.

د ترکیې او مصر ترمنځ اړیکې وروسته له هغې ترینګلې شوې چې په ۲۰۱۳م کال کې د مصر مخکېنی ولسمشر محمد مرسي چې د ترکیې یو متحد و، له واکه وپرځول شو.

هغه وخت اردوغان ویلي وو چې دی به د سیسي په څېر چا سره هېڅکله خبرې ونه کړي.