د روسیې ولسمشر کریمیا ته سفر کړی

کریمیا ته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د سفر انځور

د روسیې دولتي رسنیو راپور ورکړی چې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن کریمیا ته د سفر په ترڅ کې له اوکراین څخه د روسیې د ټاپووزمې د الحاق د نهمې کلیزې د نمانځلو په مراسمو کې ګډون وکړ.

د روسیې دولتي تلوېزیون داسې انځورنه خپاره کړی چې پوتین په کې د یو شمېر چاوراکو سره لیدل کېږي.

روسیې پر اوکراین د غیرموجه یرغل څخه اته کاله وړاندې په ۲۰۱۴ کال کې کریمیا د خپلې خاور برخه وګرځوله.

خو اوکراین ویلي، د کریمیا او نورو ټولو هغو سیمو چې روسیې په تېره یوه کلنه جګړه کې نیولې دي د بېرته اخیستلو لپاره به جګړې ته دوام ورکړي.