بایډن د پوتین په اړه د جرمونو نړیوالې محکمې د پرېکړې هرکلی وکړ

د عکس ښي لور ته د امریکا ولسمشر جوبایډن او چپ لور ته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر وویل، د جنایي جرمونو د نړیوالې محکمې دا پرېکړه د توجیه وړ ده چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د نیولو امر یې کړی دی.

جو بایډن پرون خبریالانو ته وویل چې دا ښکاره ده چې پوتین جنګي جنایتونه ترسره کړې دي.

جو بایډن دا خبرې وروسته تر دې وکړې چې د جرمونو نړیوالې محکمې ولادیمیر پوتین له اوکراین څخه روسیې ته د ماشومانو د غیرقانوني انتقال په قضیه کې مسوول وباله او د هغه د نیولو حکم یې وکړ.

د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي چې د جرمونو د نړیوالې محکمې پوښتنې د منلو نه دي او روسیه د یو شمېر نورو هېوادونو په څېر د جرمونو د نړیوالې محکمې پرېکړې په رسمیت نه پېژني.