کرکټ؛ د افغانستان تر ۱۹ کلونو کم عمره لوبډلې بنګله دېش ته ماتې ورکړه

افغان کرکټ لوبډله

د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې د افغانستان تر ۱۹ کلونو کم عمره لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې بنګله دېش ته په ۷ وېکټو ماتې ورکړه.

دغه سیالي نن شنبه د عربي متحده اماراتو په ابوظبۍ ښار کې ترسره شوه چې، بنګله دېش تر پچې ګټلو وروسته توپ وهنه وکړه او ټوله لوبډله یې په ۲۳م اور کې د ۷۵ منډو تر جوړولو وروسته وسوځېده.

د افغان توپ اچونکو له ډلې بشیراحمد افغان ۴، کامران هوتک ۳، خلیل احمد ۲ او یما عرب ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د افغانستان کم عمره لوبډلې ورکړل شوی هدف د ۳ وېکټو په سوځېدو په ۱۰م اور کې پوره کړ او په دې سره یې د درې اړخیزو سیالیو لومړۍ لوبه وګټله.

په توپ وهونکو کې سهیل خان ۳۳ او محمدهارون خان ۲۱ ناسوځېدلې منډې وکړې.

بشیر احمد د دې لوبې غوره لوبغاړی و نومول شو.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې دغه درې اړخیزې سیالۍ د دوی په کوربتوب پیل شوي دي چې د روانې میاشتې تر ۳۰مې نېټې به دوام وکړي.

په دې لوبلړۍ کې افغانستان، بنګله دېش او سریلانکا ګډون لري.

افغان لوبډله به خپله دویمه سیالي د مارچ په ۲۲مه نېټه له سریلانکا سره کوي.